د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه ترسره کړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون د دعوت او ارشاد، څیړنو امریت، استادانو چارو امریت، کیفیت لوړونې امریت،کتابتون، کمپیوټرلېب، کریمنال تخنیک، بېلابېلو پوهنځیو او اړوندو علمي او اداري مرکزونو څخه لیدنه وکړه. د لیدنې پر مهال د یادو برخو د فعالیتونو، اداري جوړښتونو او د علمي چارو د تنظیم په اړه معلومات وړاندې سول او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د تجربو تبادله ترسره سوه.
د یادې لیدنې موخه د استادانو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او د لوړو زدهکړو په برخه کې د نوو تجربو او میتودونو څخه ګټه اخیستل وو.
د میرویس خان نیکه پوهنتون اداره هڅه کوي چې د علمي او څېړنیزو سفرونو له لارې د خپلو استادانو علمي ظرفیتونه پیاوړي کړي، د معیاري زدهکړو لپاره نوې لارې چارې ولټوي او د هېواد له نورو علمي بنسټونو سره د اړیکو او همکاریو زمینه پراخه کړي.
نېټه: یک شنبه 1448/5/6-1405/7/26
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت.
