د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه
د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه غونډه ترسره کړه.
لومړی غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري صاحب محصلینو ته د صورت او او سیرت د اصلاح، د اسلامي اخلاقو د خپلولو، د علمي او اخلاقي اصولو د رعایت او د ژمنلیک د موادو د عملي کولو په اړه خبرې وکړې. نوموړي له محصلینو وغوښتل چې د پوهنتون اصول او مقررات مراعات کړﺉ، خپل علمي او اخلاقي مسؤلیتونه وپېژنﺉ او د یوه ژمن، بااخلاقه او مسلکي شخصیت د جوړولو لپاره هڅې وکړﺉ.
ورپسې د اسلامي ثقافت څانګې آمر مولوي محمد الله انقیادي صاحب محصلینو ته د ږیرې په اهمیت، حکم او څرنګوالي باندې هر اړخیزي خبري وکړې، وروسته یاده غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.
نېټه: یک شنبه 1448/4/28-1405/7/19
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت.
