د رهبري شورا غونډه ترسره شوه

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۱:۲
as

یکشنبه د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو په مؤسسه کښې د مؤسسې د رهبري شورا غونډه په داسی حال کي وشوه، چې پر مهال ئی د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زدکړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، علمي او محصلانو چارو مرستیال نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام، مالي او اداري مرستیال مولوی عبدااستار حقانی، دپو هنځیو رئیسانو او نورو غړو حضور درلود.

یاده غونډه چي دقرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ په سر کښې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال له لوري د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو او د غونډي اجنډا يي ګډونوالو ته بیان کړه.

وروسته د ګډون والو له لوري د اجنډا مطابق پر ځینو مواردو بحث وشو، چې پکښې د دعوت او ارشاد اړوند د مؤسسې او پوهنځیو په سطحه کميټې جوړول، د دعوت او ارشاد برخي لپاره مالي پلان جوړول، د پوهنځيو څخه نظارت او دلوړو زده کړو د وزارت په دریم ستراتیژیک پلان کښې د يادي مؤسسې اړوند زیربنايي پروژي په ګوته کول شامل وو.

د غونډي په پای کښي د ګډون والو له لوري پر ځينو متفرقه مسائلو باندي بحث وشوو، وروسته غونډه د دوعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

BACK TO NEWS