د څلورم ټوګلیو محصلینو لپاره د علمي څېړنو او منوګراف د لیکني درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د څلورم ټوګلیو محصلینو لپاره د علمي څېړنو او منوګراف د لیکني درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
نن ورځ سه شنبه، د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د څېړنو او علمي مجلې آمریت په نوښت او مسلکي پراختيايې مرکز سره په هماهنګي د څلورم ټولګیو محصلینو ته د علمي څېړنو او منوګراف لیکلو درې ورځنی ورکشاپ چې تیره یک شنبه پیل سوی وو،نن پای ته ورسېد.
یاد ورکشاپ د پوهنتون د مجربو استادانو( پوهنيار بشيرالله دانش يار٫پوهنيار محمدحنيف تکل او پوهنيار رحمن ولي سهار) له لوري په ترتیب سره د مسلکي پرمختیایې مرکز د غونډو په تالار کې وړاندې سو، چې موخه یې محصلینو ته د څېړنېزو پروژو او منوګرافونو په اړه علمي او معياري زده کړه وه.
په ورکشاپ کې د علمي څېړنو بيلابيل اړين موضوعات: د څېړني ارزښت او ډولونه، د سرلیک انتخاب، تیرو اثارو ته کتنه، موندنې، مناقشه، پایلي، مأخذونه او نور محصلینو ته ارايه سول, چې په دې سره به محصلین وتوانیږي چې خپلې څېړنېزې پروژې او څېړنېز منوګرافونه د څېړنو د اصولو او معيارونو سره سم ترتيب او وليکي او همدارنګه به د څېړنو په برخه کې د محصلینو ستونزي حل کړې.
په پای کې دا درې ورځنی ورکشاپ نن د وروستي درس په وړاندې کولو او دعا سره پای ته ورسېد.
نېټه: سه شنبه 1405/3/26
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.
