د ځوان نسل فکري روزنې کتاب سیالۍ د پایلو غونډه ترسره سوه

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۲۶
د ځوان نسل فکري روزنې کتاب سیالۍ د پایلو غونډه ترسره سوه


نن ورځ سه شنبه چې د 1404/7/29نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ مدیریت له لورې د ځوان نسل فکري روزنې کتاب سیالۍ د پایلو غونډه زابل ولایت د مرستیال والي په حضور کې ترسره سوه.
یاده غونډه په داسي حال کې ترسره شوه چې پرمهال یې د زابل ولایت مرستیال والي الحاج مولوي سیدالرحمن( حافظ )صاحب، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون رﺉیس الحاج روح الله (مشال)صاحب د یاد پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رﺉیس صاحبانو، استادانو او سلګونو محصلینو ګډون کړی وو.
 غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پیلیزه وینا وکړه، چې نوموړي د پیلیزي وینا پرمهال د یادي سیالۍ ارزښت او اهمیت خبرې وکړې.
همدارنګه د یادي سیالۍ د غونډې ګډونوالو ته د زابل مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ صاحب، د شل کلن جهاد پرمهال د مجاهدینو په سرشیندنو، مبارزه او د دشمن په وړاندې د دوی فکري مبارزه او ابتکاراتو باندې وینا وکړه.
د پوهنتون رﺉیس محترم مشال صاحب د خپلو خبرو پرمهال ټینګار وکړ: داچې موږ ټول د اسلام د سپیڅلي دین پیروان او د حضرت محمدﷺ امتیان یو نو لازمه ده چې قدرمن محصلین خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت سره سم جوړ کړي.
د غونډې په پای کې د پوهنتون د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي محمد اسحاق مجاهد صاحب محصلینو ته د فکري او اصلاحي برنامو اهمیت او د اسلامي نظام ارزښت تشریح کړل.
د غونډۍ په وروستۍ برخه کې د یادې سیالۍ په ازموینه کې د لومړي مقام ګټونکې ته کمپیوټر او یوه جوړه کالي، دوهم مقام ته بایسکل، دریم مقام ته 1500افغانۍ نغدي جایزه او تر لسم نمره پوري یوه یوه جوړه کالي او یو یو کتاب ډالۍ شول او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

BACK TO NEWS