د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۲
ثالث عمر

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه
په لومړي ځل د میرویس خان نیکه پوهنتون مجله د (ثالث عمر رحمه الله د طبیعي علومو علمي- څېړنیزې مجلې) په نامه په انلاین بڼه نشر سوه.
په دې ګڼه کې د طبیعي علومو په بېلابېلو برخو کې د پوهنتون د استادانو او څېړونکو علمي ـ څېړنیزې ۱۲ مقالې شاملې دي. د مجلې آنلاین نشر د پوهنتون د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د استادانو د علمي اثارو د خپرولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د میرویس خان نیکه پوهنتون -زابل , رهبري د څېړنو او علمي مجلې آمریت هڅې، علمي خدمتونه او د مجلې د برابرولو او آنلاین او چاپي نشر په برخه کې ترسره شوي فعالیتونه ستایي او مننه ترې کوي. همدارنګه د ټولو هغو استادانو او څېړونکو له علمي ونډې څخه مننه کوي چې خپلې علمي مقالې یې د دې مجلې له لارې خپرې کړې دي.
د یادوني وړ ده چې په نیژدې وختونو کې به یاده مجله په چاپي بڼه هم نشر سي.
نېټه:1448/4/13 هـ ق1405/7/4هـ ش
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه
په لومړي ځل د میرویس خان نیکه پوهنتون مجله د (ثالث عمر رحمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د Classroom او Google Drive په اړه معلوماتي سمینار وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت په ګډه همکارۍ، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د Google Classroom او Google Drive د کارونې په اړه یو ورځنی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۱
Background image

د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه
د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب زابل. . .

BACK TO NEWS