په زابل پوهنتون کې د څه باندې شل (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د جامع جومات د جوړېدو چارې رسماً پیل سوې
د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړې پاملرنې، د پوهنتون د رهبري او اړونده اداري کارکوونکو په هڅو سره، د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي او دیني چاپېریال د لا پیاوړتیا په موخه، د شل (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه معیاري جامع مسجد جوړېدو چارې په داسي حال کې پیل سوې چې پر مهال د زابل ولایت محترم والي الحاج ملا شیر محمد شریف، د ولایت مقام دفتر رﺉیس، د استخباراتو رﺉیس، د اطلاعات او فرهنګ رﺉیس، د حج او اوقافو رﺉیس، د د پوهنتون رﺉیس، د اداري او مالي چارو مرستیال، استادانو او اداري کارکوونکو شتون درلود.
د یاد مسجد د جوړولو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې وسوه، چې د پیلیزي وینا پر مهال د پوهنتون رﺉیس مفتي عزیزالله طیب صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې موږ به د دې تحصیلي نهاد د پرمختګ لپاره پوره هڅي کوو، ترڅو استادانو او محصلینو ته د اړتیا وړ اسانتیاوي برابري کړو.
ورپسې د زابل ولایت محترم والي الحاج ملا شیرمحمد شریف صاحب وینا وکړه، نوموړي د وینا پر مهال د ټيکنالوژي پر اهمیت او اړتیا خبري وکړې، هغه وویل: په اوسني عصر کې زموږ هیواد ټیکنالوژي ته زیاته اړتیا لري او دا اړتیا له همدې تحصیلي نهادونو څخه پوره کیږي، په پای کې یې خوښي وښوده چې د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د لمانځه او نورو عباداتو په برخه کې داسي سهولتونه برابريږي.
وروسته د یاد مسجد د چارو د پیل خښته د محترم والي صاحب، د پوهنتون رﺉیس او یو شمېر ولایتي رﺉیسانو له لوري کېښودل سوه.
د یادونې وړ ده چې یاد جامع جومات په یوه وخت کې د 1200لمونځ کوونکو ظرفیت ولري، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پوهنتون په کچه د لمانځه، دیني مراسمو او اسلامي پروګرامونو د ترسره کولو لپاره یو مجهز او معیاري چاپېریال رامنځته شي.
نېټه: یک شنبه1405/5/4
