د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د پوهنځیو رﺉیسانو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د وینا پر مهل د دیني او عصري علم په اهمیت، اړتیا او د هفوي تر منځ اړیکه باندې بحث وکړ،
نوموړي وویل: چې د انسان فضلیت د علم په اساس دی، ځکه چې علم د انسان روحانیت او معاونیت تقویه کوي،علم په دنیا او اخیرت کې د انسان د ارتقا سبب کیږي، هري ټولني چې علم ته لومړیتوب او ارزښت ورکړی هغوی پرمختګ کړی دی، په همدې اساس زموږ د ټولو لپاره اړینه ده چې په خپلو مسؤلیتونو کې په عادي حالت کې پاتي نه شو، زموږ هڅه به دا وي چې هر یو په خپل مسؤلیت کې ابتکار او نوښت وکړي، د نړۍ نورو  هیوادونو که د ټکنالوژي په برخه کې ابتکارات او نوښتونه نه وای کړي نو اوس به له معاصري ټکنالوژي څخه بې برخي وو.
نوموړي د خبرو په پای کې وویل: نظام موږ ته هغه مسؤلیت راسپارلی دی، چې د نظام او ولس د ښېرازۍ سبب کیږي، کوشش وکړﺉ چې ټولني ته په واقعي مسلک او استعداد سمبال ځوانان وړاندې کړﺉ، ټولي تدریسي او اداري چاري د همغږۍ، مشورې، ورورولۍ او اداري اصولو له مخي اجراکوﺉ.
نېټه:یک شنبه 1405/1/25
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS