Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

د دوحې تړون کتاب سیالۍ د پایلو غونډه ترسره شوه

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۵۸
د دوحې تړون کتاب سیالۍ د پایلو غونډه ترسره شوه

نن ورځ چهار شنبه چې د 1404/8/21نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلینو ترمنځ د دوحې تړون په نامه کتاب کې ترسره شوې سیالي د پایلو غونډه ترسره سوه. یاده غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، په داسي حال کې ترسره شوه چې پرمهال یې د پوهنتون رئیس الحاج روح الله (مشال) د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مولوي بها‌‌ؤالحق(عزام)، د استخباراتو او عدلیې ریاست، استازو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو ګډون درلود. د دوحې تړون تر نامه لاندې سیالي چې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې سره په همغږي ترسره شوه، پیلیزه وینا یې د پوهنتون رئیس الحاج روح الله مشال وکړه، نوموړي د پیلیزي وینا پر مهال د دوحې تړون پر اهمیت، شرعي او سیاسي څرنګوالي باندې خبري وکړې. له پیلیزي وینا وروسته د استخباراتو ریاست استازي مولوي عبدالرحمن معتصیم وویل: اسلامي امارت د عصري علومو د سیستم د تقویت لپاره پوره هڅه کوي او عملاً یې په دې برخه کې کړني ترسره کړې او لا هم په یاده برخه کې مثب ګامونه اخلي، نوموړي یادي سیالي ته په اشاره سره وویل: محصلین دي په تحصلي بهیر کې د اسلامي او سیاسي علومو زده کړي ته هم توجه کوي ترڅو مو د دواړو دنیاوو لپاره هڅه کړې وي. همدارنګه یادي غونډې ته د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ مولوي محمد اسحاق (مجاهد) وینا وړاندې کړه، نوموړي د دوحې تړون ته په اشاره سره وویل: چې د اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو ترمنځ سیاسي اړیکي، قضایاوي، تړونونه او په ټوله کې د اسلامي حکومتولي په اړه دي تاریخونه په دقیق ډول مطالعه کړل شي تر څو په داسي موضوعاتو کې عامه پوهاوی زیات شي. د غونډې په پای کې د اقصتاد پوهنځی محصل خالد احمد چې د یادي سیالي اول نمره وو، وویل: موږ خوښ یو چې د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري داسي ارزښتناکه سیالۍ ترسره کوي، موږ بیا هم هیله لرو چې دې ته ورته مهمي سیالۍ د محصلینو ترمنځ ترسره شي، د نوموړي په وینا په دې برخه کې زموږ انرژي نوره هم زیاتیږي او په محصلینو کې د داسي پروګرامونو جذابیت زیات دی. د غونډي په پای کې اول نمره ته اصلي کمپیوټر، دوهم نمره ته ډیل میانه کمپیوټر، دریم نمره ته اصلي الفجر ساعت او تر دیارلسم نمره پوري یوه یوه جوړه کالي ډالۍ شول، وروسته یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده. د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۲۲:۱۰
Background image

محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو

محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
د نشراتو او کلتوري چارو عمومي کميټې د پلان له مخې د پوهنتون محصلینو ته د فکري ویښتیا او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۶:۲۲
Background image

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون له لوري د مرکز قلات ښار عالي لیسو د دوولسم ټولګیو زده کوونکو ته شپږ ورځنی سمینار پیل سو


نن ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي په نوښت، د مرکز قلات ښار عالي لیسو د دوولسم ټولګیو زده کوونکو ته له پوهنتوني محیط سره د اشنایي او د ښوونې و رزونې پوهنځی د اهمیت په اړه شپږ ورځنی سمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د اقتصاد پوهنځي محصلینو د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد


د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل، د اقتصاد پوهنځي محصلینو د استادانو په ملتیا سره د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد.
د دې علمي سفر په لومړۍ ورځ، محصلینو د کندهار. . .

BACK TO NEWS