د علمي شورا میاشتنۍ نوبتواره غونډه ترسره شوه نن ورځ سه شنبه چې ۴/۲/۱۴۴۷نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا نوبتواره غونډه ترسره شوه. یاده غونډه چې د مؤسسې رئیس الحاج روح الله (مشال)، د علمي او محصلانو چارو مرستیال، م

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۵:۴۳

د علمي شورا میاشتنۍ نوبتواره غونډه ترسره شوه نن ورځ سه شنبه چې ۴/۲/۱۴۴۷نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا نوبتواره غونډه ترسره شوه. یاده غونډه چې د مؤسسې رئیس الحاج روح الله (مشال)، د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مالي او اداري چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او آمرینو پکښې ګډون کړی و د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شوه. د یادې غونډې پيليزه وينا د مؤسسې رئیس وړاندې کړه، نوموړې په خپلو خبرو کې وویل: دا چې د مؤسسې ستراتیژیک پلان د ښارسازۍ وزارت له لوري منظور او کارونه یې نهایې شول، زموږ لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده ترڅو د معیاري ودانیو جوړولو، تدریسي او اداري بلاکونو د پراختیا او د عصري تحصیلي فضا رامنځته کولو لپاره خپلي هڅې لا هم زیاتې کړو. نوموړې همدې موضوع ته په کتلو سره يټینګار وکړ چې استادان، رئیسان او آمرین دې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه او خپل کارونه دې په وخت سرته رسوي. ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال د تېر ۱۴۰۳ تحصیلي کال د قوت او ضعف په نقاطو باندې بحث وکړ، نوموړې د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ته یادونه وکړه چې د تیر تحصیلي کال د ضعف ټکيو ته عملیاتي پلانونه جوړ کړئ او هم د نصاب له تطبیق څخه نظارت او تعقیب تر سره کړئ. همدارنګه د مالي او حسابي چارو عمومې مدیر د نوبت له مخې د غونډې ګډونوالو ته د ۱۴۰۴ هـ ق کال بودیجې، عوایدو او د منظور شوو پروژو معلوماتو تر څنګ د مالي او اداري چارو معاونیت د لومړۍ ربعې راپور هم وړاندې کړ. وروسته د غونډې ګډونوالو د ټاکل شوې اجنډا پر موضوعاتو باندې مفصل بحثونه وکړل او یو شمېر مهمې پریکړې يې وکړې. د عملي شورا همدا نوبتواره غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده. د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د څېړنېزو اخلاقو تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې شو.


نن ورځ د ميرويس خان نيکه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت له لوري، د استادانو د علمي ظرفيت لوړولو په موخه، د څېړنېزو اخلاقو تر سرليک لاندې يو علمي او روزنيز سمينار وړاندې شو.
لومړی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.
د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اوه (۷) تنه استادانو علمي او تحقیقي مقالې د ننګرهار پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۲۲
Background image

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

نن   یک شنبه  چې د  ۱۴۰۴/۰۹/۱۶ نیټې سره برابره ده، د ازموینو د شفافیت، د نظم ساتلو او د محصلینو د علمي. . .

BACK TO NEWS