اداري کارمندانو ته د "وخت مدیریت" درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۱۴

اداري کارمندانو ته د "وخت مدیریت" درې ورځنی ورکشاپ پیل شو
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارمندانو ته د وخت مدیریت درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو محترم آمریت لخوا پلان شوی دی د همدې مؤسسې اداري کارمندانو ته به د (۳) درو ورځو په جریان کې وړاندې شي.
د وخت مدیریت ورکشاپ وړاندې کوونکی استاد عابد مهمند وویل: د دې ورکشاپ په پای ته رسېدلو سره به اداري کارمندان د وخت ارزښت د قرآن او نبوي حدیثو له نظره، د وخت تنظیم، لومړیتوبونه ټاکل او کاري مسؤلیتونو د سم مدیریت په اړه عملي مهارتونه زده کړي.
نیټه:۱۴۰۴/۴/۳
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۳
Background image

استادانو ته د SPSS  او ډاټا تحليل اړوند درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

 

د میرویس خان نیکه پوهنتون، د څيړنو او علمي مجلې آمريت له پلان سره سم د استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د ډاټا تحليل او SPSS په اړه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

یاد ورکشاپ د قرآنکريم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د شرعیاتو پوهنځی محصلینو عدلیې ریاست ته علمي سفر وکړ

 

د میرویس خان نیکه پوهننتون، د شرعیاتو پوهنځی محصلینو، د فقه او قانون څانګې آمر مولوي سلطان شاه خالد او د اسلامي تعلیماتو څانګې آمر مفتي عبدالله شاکر په ملیتا سره د عدلیې ریاست ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت رسماً پیل شوه!!


د میرویس خان نیکه پوهنتون د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له لورې ترسره کیږي، کارونه یې رسماً پیل شوي دي.
د دې پروژې له مخې به د. . .

BACK TO NEWS