د علمي شورا غونډه ترسره شوه

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۱:۱۷
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د علمي شورا ناسته د مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال، د علمي او محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینواو نورو آمرینو په حضور کې ترسره شوه.

غونډ‌ه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د علمي او محصلانو چارو مرستیال په پیلیزه ویناه کې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د مسلمانانو ستونزې په تحقیق او څېړنه حل کېدای شي، موږ د تعلیم په ډګر کې له نورې نړۍ ډېر وروسته یو، که هر څوک خپل مسؤلیت ته متوجه شي؛ نو د اسلامي ا.م.ت حالت به ان شاء الله بدلیږي، همدارنګه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال بیا وویل چې د محصلینو د فکري پوهنې اصلاح ته استادان باید زیاته توجه وکړي.

وروسته د اجنډا مطابق د ۱۴۰۳هـ.ش کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو کلني راپورونه، د ۱۴۰۴هــ.ش کال لپاره جوړشوي پلانونه تر کتلو وروسته تائید شول او پریکړه وشوه، چې د محصیلینو د مهارتونو لوړولو په پار به په اداري او کمپیوټري برخو کې د محصلینو لپاره    سیمنارونه وړاندې شي او غونډ د دعا په کولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS