د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او ننګرهار پوهنتون ترمنځ د ګډو دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۹:۳۴
as

نن ورځ سه شنبه په ۲مه/د شعبان المعظم/۱۴۴۵ هـ.ق کال د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او ننګرهار پوهنتون ریاست ترمنځ د ګډو دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک په داسي حال کې لاسلیک شو، چې په مهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او ننګرهار پوهنتون رئیس صاحبانو او د دواړو تحصیلي بنسټونو د علمي چار مرستیالانو په ګډون د دواړو ادارو کارکوونکو هم شتون درلود.

د یاد هوکړه لیک له مخي به دواړه ریاستونه هڅه کوي، ترڅو د څېړنې، سمینارونو، پلان جوړولو، ظرفیت لوړونې، او ځینو نورو برخو کې یو له بل سره همکاري وکړي او له شته آسانتیاوو او فرصتونو څخه به د یو او بل په ګټه کار اخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون د « ثالث عمر رح» ملي مجلې اجازه لیک ترلاسه کړ!

 

د استادانو د څېړنو او علمي مقالو د خپرولو په موخه د پوهنتون رهبري په هڅو سره، له لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د پوهنتون لپاره د « ثالث عمر رح» په نوم ملي او علمي مجلې اجازه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار پای ته ورسېد!


د لوړو زده کړو وزارت له هدایت سره سم د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار نن ورځ پای ته ورسېد.
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د پایلو پر بنسټ زدکړه او محصل محوره زده کړې لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ پیل شو.

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، زابل استادانو ته د پایلو پربنسټ او محصل محوره زده کړې په تړاو لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ د پوهنتون په انګړ کې په داسې حال کې  پیل شو، چې په مهال. . .

BACK TO NEWS