میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې ودانۍ څخه لیدنه وشوه.

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۳۵
as

پرون یکشنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې ودانۍ د چارو څخه په داسي حال کې لیدنه تر سره شوه، چې پر مهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د مؤسسې حفظ المراقبت عمومي مدیر انجینر محمد داود پتیال او د چارو د اداري لوي ریاست د طرح او ډیزاین له ریاست څخه راغلي پلاوي شتون درلود.

د چارو د اداري لوي ریاست د طرح او ډیزاین له ریاست څخه راغلي پلاوي او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو سره په نږدي ناسته کې د یادې پروژي پر شته ستونزو او د کار پر چټکتیا باندي خبري وشوي. د مرکز څخه د راغلي پلاوي او د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې د دوه اونیو په جریان کې د شته ستونزو حل او د کار په چټکتیا کې به د پام وړتغیرات راشي؛ تر څو د یادې پروژي پاتي چاري په خپل وخت سره پای ته ورسیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۱
Background image

د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه
د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب زابل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۲۱:۴۰
Background image

نویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون د تأسیس د ورځي لمانځغونډه ترسره سوه

نویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون د تأسیس د ورځي لمانځغونډه ترسره سوه
نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، نویو راکامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه. 
یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول  او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول  او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

د پوهنتون د اداري چارو د لا ښه تنظیم او د کاري پلانونو د معیاري. . .

BACK TO NEWS