د “تعلیم العقائد” سیالۍ پایلې اعلان شوې.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۱:۵۹
sa

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو د خدمتونو د همغږۍ عمومي مدیریت له لوري د “تعلیم العقائد” په نوم سیالۍ، چې د محصلینو د عقیدوي او اسلامي روزنې په موخه د شا او خوا ۱۲۰ یوسلو شل تنو محصلینو څخه اخیستل شوي وي، پایلې یې د مؤسسې د رئیس، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو په ګډون، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې.

یاد مراسم د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو او په لو مړي سر کې یې د شرعیاتو پوهنځی رئیس مولوي عبدالصمد سیال و محصلینو ته د اسلامي عقیدي اړوند بیان وکړی او ورپسي د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس په خپله وینا کې وویل: چې دا ډول علمي او فکري سیالۍ د محصلینو په علمي پرمختګ او د اسلامي ارزښتونو په ژوندي ساتلو کې مهم رول لوبوي او ژمنه کوي چې په راتلونکي کې به د دې ډول نورو علمي او فکري پروګرامونو تنظیم ته دوام ورکړي.

یاده سیالۍ چې د محصلینو د اسلامي عقیدې د ژور پوهېدو، تقویت او د محصلینو فکري وړتیا لوړولو په موخه تنظیم شوې وه، په کې د مؤسسې له بېلابېلو پوهنځیو او څانګو څخه ګڼ شمېر محصلینو برخه اخیستې وه او د سیالۍ مخکښ محصلین په یو لړ جوایزو ونازول شول، چې د لومړی مقام ګټوونکي ته کمپیوټر، دوهم مقام ګټوونکي ته یو سیټ مبایل او دریم مقام ګټونونکي ته یو ساعت ورکول شول.

وروسته مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۳
Background image

استادانو ته د SPSS  او ډاټا تحليل اړوند درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

 

د میرویس خان نیکه پوهنتون، د څيړنو او علمي مجلې آمريت له پلان سره سم د استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د ډاټا تحليل او SPSS په اړه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

یاد ورکشاپ د قرآنکريم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د شرعیاتو پوهنځی محصلینو عدلیې ریاست ته علمي سفر وکړ

 

د میرویس خان نیکه پوهننتون، د شرعیاتو پوهنځی محصلینو، د فقه او قانون څانګې آمر مولوي سلطان شاه خالد او د اسلامي تعلیماتو څانګې آمر مفتي عبدالله شاکر په ملیتا سره د عدلیې ریاست ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت رسماً پیل شوه!!


د میرویس خان نیکه پوهنتون د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له لورې ترسره کیږي، کارونه یې رسماً پیل شوي دي.
د دې پروژې له مخې به د. . .

BACK TO NEWS