د څیړنې تر عنوان لاندي ۷ ورځنی روزنیز کورس دایر شو

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۰:۲۵
as

د څیړنې او علمي مجلی آمریت د اوو ۷ ورځو په جریان کې د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته د څیړنې تر سرلیک لاندي اووه ورځنی روزنیز کورس وړاندي کړ.

یاد روزنیز کورس چې د ۱۴۰۳/۲/۳۰هــ.ل نیټه شروع او د ۱۴۰۳/۳/۶هــ.ل نیټې پوري یې دوام وکړ، د څیړنې او علمي مجلی آمر پوهنیار انعام الله عابد له لوري وړاندي شو. په یاد روزنیز کورس کې د څیړنې پیژندنه، اهمیت، ډولونه، د څیړنې لپاره د عنوان ټاکل، د څیړنې میتودلوژي، تیرو اثارو ته کتنه، د معلوماتو راټولونه، د پروپوزل لیکنه او د ماّخذونو لیکنه هغه موضوعات ول چې په نوموړي کورس کښې یې د ګډونوالو سره معلومات شریک شول.

د یاد روزنیز کورس په وروستې ورځ د ګډونوالو یو لړ پوښتنو ته د ځواب ویلو تر څنګ د هغوی ارزیابي هم وشوه، چې نتیجه یې مثبته وه. هیره دې نه وي چې د څیړنې او علمي مجلی آمریت به د خپل کلني عملیاتي پلان له مخې په نژدې راتلونکې کې ځیني نور روزنیز کورسونه هم ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS