د پوهنتون د محصلینو، د ښوونځيو او مدارسو د زده کوونکو تر منځ تقريري سيالۍ ترسره شوي

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۱:۵۸
AS

په زابل کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت، پوهنې، حج او اوقاف، آمر بالمعروف ریاستونو او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې سره په همغږي، د امیر اطاعت، نبوي سیرت او سیکولریزم پېژندنه تر عنوان لاندې دوه ورځنۍ د تقریرونو سیالۍ تیره چهارشنبه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې تر سره شوي.

د تقريري سياليو د پايلو د اعلان غونډه د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې نيول شوې وه، چې په کې د اطلاعات او فرهنګ، پوهنې، حج اوقاف، ام.ر بالمعروف، ابياری رياستونو رئيسانو او ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي رئیس او استادانو، د ام.ارت.ي ادارو آمريتونو آمرينو د ولايت مقام وياند، استادانو، د مدارسو او ښوونځيو زده کوونکو، د پوهنتون محصلینو او عامو خلګو برخه اخيستې وه.

په دغو سیالیو کې د پوهنتون، مدارسو او ښوونځيو ۳۰ تنو محصلینو/ زده کوونکو برخه اخيستې وه، چې تر شپږم مقام پوري خاصي او پاتي نورو مقامونو ته عادي جايزې په نظر کې نيول شوې وې، چې په کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځی یو تن محصل نورالله نوري دوهم مقام خپل کړ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، نوموړي محصل ته ددې لاسته راوړني مبارکي وایې او په راتلونکې کې ورته د نورو لاسته راوړونو او بریاوو دعا کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS