د محصلینو له نماینده ګانو سره غونډه ترسره شوه

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۵۰
WQAES

د علمي او محصلانو چارو مرستیال له لورې د محصلینو له نماینده ګانو سره مجلس ترسره شو.

ناسته د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې په مهال یې د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ مدیر هم شتون درلود، په پیل کې محصلینو ته ښه راغلاست وویل شو، ورپسې د علمي او محصلانو چارو د مرستیال له لورې محصلینو ته یو لړ سپارښتنې وشوې، لکه په درسونو کې کوښښ، د حاضري اهتمام، صورت او سیرت په سنت طریقه برابرولو، هغسې اخلاق په ځانونو کې راوستل چې د اسلام او زموږ د ټولنې تقاضا وي او په هغه تدریسي حلقاتو او سیالیو کې ګډون کول چې د عقیدې، فکر او اخلاقو د اصلاح په مورد نیول کېږي، د مجلس په وروستیو کې د محصلینو ستونزې او غوښتنې شریکې شوې او د حل ډاډ یې ورکړل سو.

غونډه د دعا په ویلو سره پایته ورسېده

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۸:۴
Background image

اداري کارکوونکو ته د مدیریتي دندې او مکتوب لیکنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 


د ظرفیت لوړونې او مسلکي ودې د پروګرامونو په لړ کې، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د پلان له مخې او د مسلکي پرمختیایې مرکز په همغږي، اداري کارکوونکو ته د مدیریتي دندې او مکتوب لیکنې  تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۰
Background image

د پوهنځیو رﺉیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ته د علمي برنامو د کلني څار تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د پوهنځیو رﺉیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ته د علمي برنامو د کلني څار تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د کیفیت لوړاوي آمریت او د مسلکي پرمختیایې مرکز په ګډه همکارۍ د پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS