د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو چارو د مرستیال په مشري ترسره شوه.
یاده غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره د اجنډا مطابق پیل او ورپسې د یادې کمیټې آمر د غونډې ګډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته خپله وینا وړاندې کړه.
وروسته د ستراتیژیک پلان کمیټې ټولو غړو له لوري پر یو لړ موضوعاتو باندې بحثونه ترسره شول، چې پکې د ۱۴۰۵ کال لپاره د ستراتيژیک پلان (تطبیقي، له تطبیقي پلان څخه د نظارت پلان او نظارت فورم او هم د نوي ستراتیژیک پلان د تدوین عملیاتي) پلانونه تائید شول او له پوهنځیو څخه د نوي ستراتیژیک پلان لپاره د مهمو مواردو په راټولولو باندې پریکړې وشوې او ياده ناسته په دعاء سره پای ته ورسېده.
نیټه: چهار شنبه 1405/1/19هـ ق
د نشراتو، او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
