د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت رسماً پیل شوه!!

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۰
د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت رسماً پیل شوه!!


د میرویس خان نیکه پوهنتون د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له لورې ترسره کیږي، کارونه یې رسماً پیل شوي دي.
د دې پروژې له مخې به د لیلیې ودانۍ یو شمېر مهم تخنیکي او زیربنایي برخې بشپړې شي، لکه 
د اور وژنې (اطفایې) سیستم نصبول، د برېښنا د زخیره کولو سیستم جوړول، د اړوندو ګروپي سیسټمونو نصبول او فعالول، د AC او پنکو نصبول، د خطر په وخت د خبراوي سیستم نصبول، د درسي سکرینونو، پروجیکټرونو او  انټرنټ سیستم نصبول، د فاضلاب زخیره او نور سیستم بشپړول، د اوبو د ډیواتس چاري بشپړول او یو شمېر نوري مهمي چاري دي.
د یادې پروژې د تطبیق په بشپړېدو سره به د پوهنتون د لیلیې ودانۍ فزیکي او تخنیکي ستونزې له منځه ولاړې شي او محصلینو ته به د استوګنې ښه او معیاري چاپېریال برابر شي.
د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري به د یادي پروژي د ښه تطبیق په موخه وخت په وخت د پروژي څارنه او لیدنه کوي او یاده رهبري وایې: چې دا پروژه د پوهنتون د بنسټیزو اسانتیاوو د پیاوړتیا په موخه عملي کېږي، څو محصلینو ته د زده کړو تر څنګ د ژوند د اسانتیاوو برابر چاپېریال رامنځته شي.
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS