د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون محصلینو د هلمند پوهنتون ته علمي سیر ترسره کړ.

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۵۸
د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون محصلینو د هلمند پوهنتون ته علمي سیر ترسره کړ.

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون محصلینو د هلمند پوهنتون ته علمي سیر ترسره کړ.

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون  د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د بېلا بېلو پوهنځیو محصلینو د شرعیاتو پوهنځی رئیس په مشري، د علمي سیر په ترڅ کې له هلمند پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون محصلینو د هلمند پوهنتون له لابراتوار،  عمومې کتابتون، تدریسي ټولګیو، د زرعت پوهنځی له باغ وحش او د یاد پوهنتون څخه عمومې لیدنه وکړه، د هلمندپوهنتون استادانو او د یادو مرکزونو مسؤلینو، محصلینو ته ښه راغلاست  ووایه، نوموړو مسؤلینو د یاد پوهنتون لابراتوار، کتابتون او د باغ وحش په  اړه معلومات له محصلینو سره شریک کړل.

وروسته د علمي سیر یاد ټېم د هلمند ولایت د بُست تاریخي قلعه او د پنبه له فابریکې څخه هم لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې دا علمي سیر د پوهنتوني اړیکو پراخولو او محصلینو ته د نورو لوړو زده کړو  بنسټونو له نږدې معرفي کولو په هدف ترسره شو.

نېټه: ۱۴۰۴/۵/۲۷

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS