د زابل پوهنتون محصلینو  کندهار پوهنتون ته علمي سیر ترسره کړ.

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۴۲
د زابل پوهنتون محصلینو  کندهار پوهنتون ته علمي سیر ترسره کړ.

د زابل پوهنتون محصلینو  کندهار پوهنتون ته علمي سیر ترسره کړ.
د زابل پوهنتون د شرعیاتو، ښوونې او روزنې پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د دعوت او ارشاد آمر، د محصلینو د انسجام او خدمتونو مدیر او د بېلا بېلو پوهنځیو محصلینو د علمي سیر په جریان کې کندهار پوهنتون ته یو ورځنی علمي سیر ترسره کړ. 
د علمي سیر پر مهال د یادو پوهنځیو رئیس صاحبانو د کندهار پوهنتون له رئیس محترم شیخ مولوي عبدالرحمن (طیبي)  او د یاد پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال سره ناسته ترسره کړه، چې د ناستې پر مهال د پوهنځیو رئیس صاحبانو د نوموړې رئیس صاحب څخه وغوښتل، دا چې د کندهار پوهنتون د هیواد له مشهورو او پرمختللو پوهنتونونو څخه ګڼل کیږي، کولی شې چې د زابل پوهنتون سره د ظرفیت لوړوني په برخه کې خپلو همکاریو ته لاهم دوام ورکړي، ورسته په ټوله کې  د دواړو تحصیلي بنسټونو په ګډو همکاریو باندې بحث وشو، او همدارنګه د  زابل پوهنتون محصلینو د کندهار پوهنتون له لابراتوارونو، عمومې کتابتون او د یاد پوهنتون له محیط عمومې لیدنه ترسره کړه، د کندهار پوهنتون استادانو او د یادو مرکزونو مسؤلینو، محصلینو ته ښه راغلاست  ووایه، نوموړو مسؤلینو د خپل پوهنتون لابراتوار او د کتابتون   لاسته راوړني له محصلینو سره شریکي کړې.
د یادونې وړ ده چې دا علمي سیر د پوهنتوني اړیکو پراخولو او محصلینو ته د نورو لوړو زده کړو  بنسټونو له نږدې معرفي کولو په هدف ترسره شو.
نېټه: ۱۴۰۴/۵/۲۶
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS