میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او دایکندي د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۹:۴۰
as

نن چهارشنبه د ۱۴۴۵/۷/۱۹ هــ ق کال د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال او دایکندي د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس انجینر محمد ناصر نیکزاد تر منځ ياد هوکړه لیک په داسي حال کې لاسلیک شو چي پر مهال يې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې علمي او محصلانوچارو معاؤن بهاؤالحق اعزام، د انسټو پوهنتون مالي او اداري معاؤن عبدالعزیز آماني او د میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو خصوصی مؤسسي استاد عبدالقادر تکین شتون درلودي.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس روح الله مشال د دایکندي د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس انجینر محمد ناصر نیکزاد ته ښه راغلاست ووايه او ياد هوکړه لیک يې د دواړو تحصيلي بنسټونو له پاره ارزښتمن وباله او وئې ویل چې موږ د دایکندي د لوړو زده کړو مؤسسې سره په هره برخه کې همکاره يو همدارنګه یې زیاته کړه چې زموږ او ستاسو هدف او مقصد یو دي او په ګډه به د لوړو زده کړو د پیاوړتیا لپاره کار کوو.

د دایکندي د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس انجینر محمد ناصر نیکزاد بیا دیاد هوکړه لید په لاسلیک کیدو خوښي وښوده او هیله مندوو چي دا هوکړه لیک به د زابل او دایکندي د لوړو زده کړو مؤسسو ترمنځ د اړیکو او همکاريو د پیاوړتیا سبب شي.

د یاد هوکړه لیک په مرسته به د دواړو مؤسسو ریاستونه هڅه کوي ترڅو د څېړنې، سمینارونو، پلان جوړولو، ظرفیت لوړونې، او ځینو نورو برخو کې یو له بل سره همکاري وکړي او له شته آسانتیاوو او فرصتونو څخه به د یو او بل په ګټه کار واخلی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS