Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

د چاپ او هټۍ (کانتین) ودانۍ جوړه او ګټي اخستنې ته وسپارل شوه

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴۷
as

نن یکشنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ليلیې نوي جوړیدونکي ودانۍ ته نژدې ديادي مؤسسې لپاره د چاپ مرکز او ديوي هټۍ (کانتین) ودانۍ ګټي اخیستنې ته د کار اخیستلو په مؤخه وسپارل شوه.

دا ودانۍ د لوړو زده کړو محترم وزارت له لوري د هیواد په اتلسو ولایاتو کي د څه باندي شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوی پروژي برخه وه، چې نن ئي په بريالیتوب سره د همګا ساختماني شرکت له لوري کارونه پاي ته ورسیدل او ګټي اخستنې ته چمتو شو.

ديادونې وړ ده چي په ياده ودانۍ کښې د چاپ ځاي او کانتین د فعالیدو سره سم به د محصلینو او کارمندانو يو لړ مشکلات حل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۸:۱۰
Background image

د مرکز قلات ښار اړوند عالي لیسو د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته پیل سوی شپږ ورځنی سمینار پای ته ورسېد

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځي په هڅو او نوښت سره، د مرکز قلات ښار اړوند شپږو عالي لیسو د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته د پوهنتون له چاپیریال او علمي امکاناتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۲۲:۱۰
Background image

محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو

محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
د نشراتو او کلتوري چارو عمومي کميټې د پلان له مخې د پوهنتون محصلینو ته د فکري ویښتیا او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۶:۲۲
Background image

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون له لوري د مرکز قلات ښار عالي لیسو د دوولسم ټولګیو زده کوونکو ته شپږ ورځنی سمینار پیل سو


نن ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي په نوښت، د مرکز قلات ښار عالي لیسو د دوولسم ټولګیو زده کوونکو ته له پوهنتوني محیط سره د اشنایي او د ښوونې و رزونې پوهنځی د اهمیت په اړه شپږ ورځنی سمینار. . .

BACK TO NEWS