له اداري کارکوونکو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۱:۰
as

نن ورځ دوشنبه په میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کښې دمؤسسې د اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې پر مهال یې د یادې مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د شرعیاتو پوهنځی رئیس مولوي عبدالصمد سیال او د مؤسسې ټولو کارکوونکو شتون درلود.

غونډه د قرآنکریم په څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې کارکوونکو ته د ادارې پر جوړښت، اصولو، د کارونو پر وخت ترسره کولو، کارونه د پلان مطابق ترسره کولو او خپل سیرت او صورت د (رسول الله صلی الله علیه وسلم) د سنتو مطابق برابرولو اړوند توصیه وکړه.

همدارنګه د شرعیاتو پوهنځی رئیس مولوي عبدالصمد سیال له لوري په اسلام کښې د آمر د امر پر اطاعت، د مسؤلیتونو په ترسره کولو کښې په پوره صداقت او رښتینولۍ پر ارزښت باندي و ګډونوالو ته پر معلوماتو تفصیلي بحث وکړ.

وروسته د غونډې د ګډونوالو له لوري ځيني نظرونو، غوښتنو او ستونزو باندي تر بحث وروسته غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS