· Shared with Public د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۴۷
as

پرون یکشنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې په داسي حال کې لاسلیک شو، چې پرمهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس روح الله مشال، د علمي او محصلانو چارو مرستیال بهاؤالحق عزام، د اداري او مالي چارو نوي مرستیال رحمت الله ریحان، د پوهنځیو رئیسان، استادان، اداري کارکونکي او د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوی رحمت الله رحماني، د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل رازمحمد ستوری شتون درلود.

مجلس د کلام الله مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو، د د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس روح الله مشال پیلیزه وینا وکړه، د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ته یې ښه راغلاست ووایه، د هوکړه ‌لیکونو پر اهمیت یې مهمي خبري وکړې او د متقابلو همکاریو هیله یې څرګنده کړه.

د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوی رحمت الله رحماني له میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې سره د هوکړه لیک په لاسلیک کېدو خوښي څرګنده کړه، د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې په تړاو یې معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او وې ویل چې دا د دواړو مؤسسو لپاره یو ښه فرصت دئ چي د یو او بل د استعدادونو او ظرفیتونو څخه استفاده وکړو.

وروسته د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل رازمحمد ستوری د ګډو همکاریو هوکړه لیک و ګډنوالو ته تر لوست وروسته داروزګان مؤسسې، پوهنځيو، خدمتي مرکزونو، وروستیو لاسته راوړنو، د کیفیت لوړاوي په برخه کي د پرمختګونو او امکاناتو په تړاو معلومات ورکړل او د هر ډول علمي همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې د رهبري هیئت په حضور کي د دواړو لوړو زده کړو مؤسسو د رئیسانو له ‌‌خوا د هوکړه ‌لیکونو ترتیب سوې طرحه لاسلیک سوه او مجلس د دعا‌ء په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS