د ستراتیژیک پلان کمیټې له لورې غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۰:۰
as

رون سه شنبه د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې په ریاست کې د ستراتیژیک پلان کمیټې غونډه په داسي حال کې ترسره شوه چې په مهال یې د کمیټې آمر الحاج روح الله مشال او نورو غړو ګډون درلود.

غونده د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره د اجنډا مطابق پیل او په لومړی سر کې یې د کمیتې آمر د غونډي په پیلېزه وینا کې و ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو.

د ستراتیژیک پلان د کمیټې د لومړۍ ربعې راپور، د نظارت کميټې له لورې د ستراتیژیک پلان د فعالیتونو ارزونه، د کمپیوټرساینس پوهنځی د ایجاد طرحه، او د هرات او هلمند پوهنتونو سره د تفاهمونو لاسلیک کیدنه هغه موضوعات وول چې تر بحث وروسته ځیني پریکړي پرې وشوي. په پای کې غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS