Social media count
This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.ښوونه او روزنه پوهنځی
د ښووني او روزني پوهنځي کتلاک ــ فاينل شوي
نهایی اصلاح شوی پلان1401-1405
دستراتیژیک پلان د۱۴۰۳ کال تطبیقي پلان
د ښوونې او روزنې پوهنځي لنډه پيژندنه او تاريخچه:
د ښوونې او روزنې پوهنځي په ۱۳۹۶ هـ ش کال د زابل ولایت د درانه ولس د مکررو غوښتنو په پایله کې د کابینې د دریمې مصوبې د پریکړي په اساس د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې د څلورو څانګو (ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي) او ۱۸ کادري بستونو او څو اداري بستونو په لرلو سره تاسیس او په فعالیت پیل وکړ. تر اوسه پورې یاده پوهنځي پنځه دورې فارغ محصلين چې مجموعي ۳۶۴ محصلان چې ۱۲ تنه یی اناث او ۳۵۶ ذکور محصلان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندي کړي دي.
اوس مهال په نوموړي پوهنځي کې ۲۸ کادري بستونه او ۳ اداري بستونه موجود دي چې په زياته کچه د ماسټر استادانو له لوري تدریسي چارې مخته وړل کيږي. د نوموړي پوهنځي زیاتره استادانو په بیلابیلو هیوادونو کې خپلې زده کړي بشپړي کړي دي؛ چې ځیني يې لا هم په زده کړو بوخت دي. د ښوونې او روزنې پوهنځي ویاړي چې په پوره صداقت سره هیواد او ټولنې ته د علمي کادرونو د روزلو په برخه کې خدمات وړاندي کوي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي په اداري او تدريسي تشکيل کې رئیس، مرستيال، د څانګو آمرين، استادان، تدريسي چارو عمومي مدير، اجرائيه او د لابراتوار مديران لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځي ليرليد، رسالت، موخې او ارزښتونه:
لرلید: د ښوونې او روزنې پوهنځي به د ښه تدریس او غوره څیړنیزو خدماتو په ترسره کولو سره د هیواد په سطحه د مسلکي او وړ ښوونکو د روزنې یو معتبر او معیاري مرکز واوسي.
رسالت: د ښوونې او روزنې پوهنځي د یو معیاري، ښوونيز او روزنیز چاپیریال د رامنځته کولو له لارې د ټولنې د خدمت او پرمختګ په موخه اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن مسلکي ښوونکي روزي.
- د ښوونې او روزنې پوهنځي په ټولو څانګو کې د ټولنې د خدمت لپاره مسلکي ښوونکي روزي.
- د زده کړیزو موخو د کیفیت د لا ښه والي لپاره پرلپسي هڅې.
- د استادانو او کارمندانو ظرفیت لوړونې ته ژمنتیا.
- د علمي برنامو ایجاد، پراختیا، او اصلاح.
- د مطالعي، تدریس او څیړنې لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کول.
- په ټولو اړوندو څانګو کې د څیړنې ترویج او تقویت.
- د کیفیت لوړاوي او خدماتو په ارایه کولو کې په ملي کچه رقابت.
- د بنسټيزو تاسیساتو وده او پراختیا.
- اسلامي ملي او علمي ارزښتونو ته درناوی.
- د لوړو زده کړو وزارت قوانینو، لوایحو، مقرراتو، طرزالعملونو او د مؤسسي پالیسیو ته درناوی.
- د انساني کرامت لوړ مقام ته درناوی او متقابل احترام.
- عدالت، مساوات او ځواب وینه.
- همغږي او ګډ کار ته ژمنتیا.
- د زده کړیالانو د پټو استعدانو پنځونه او د هغوی فکري روزنه.
د ښوونې او روزنې پوهنځي زيربناءيي برخه:
د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي او ادارې چارې د تاسيس څخه بيا تر اوسه پورې د زابل ولايت مقام په پخوانۍ ودانۍ کې مخته وړل کيږي. د ستراتيژيک پلان لمخې د يادي پوهنځي لپاره د مؤسسې او پوهنځي په ستراتيژيک پلان کې په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې تدريسي تعمير په پلان کې نيول شوي دی. اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي او ادارې چارې په خپل نوي تعمیر کې پرمخ وړي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي برنامو يا د څانګو پيژندنه:
د ښوونې او روزنې پوهنځي لاندي څلور څانګې لري:
- بيولوژي څانګه
- کيميا څانګه
- رياضي څانګه
- فزيک څانګه
- انګلیسي څانګه
د ښوونې او روزنې پوهنځي تحصيلي نظام:
د ښوونې او روزنې پوهنځي يوازي د ليسانس په کچه باندي ټولنې ته په پنځو څانګو کې مسلکي ښوونکي وړاندي کوي. همدارنګه تر اوسه پورې يوازي نهاريه محصلين د لوړو زده کړو لپاره مني يعني د شپې برنامه نه لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو او ادارې کارمندانو د پيژندني جدول:
لاندي جدول د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د څانګو په تفکيک سره او همدارنګه ادارې کارمندان ښيي.
|
شميره |
نوم |
تخلص |
علمي رتبه |
څانګه |
دنده |
|
۱ |
حجت الله |
مخلص |
پوهنيار |
بيولوژي |
د پوهنځي رئيس |
|
۲ |
انعام الله |
عابد |
پوهنيار |
انګليسي ادبيات |
د پوهنځي مرستیال |
|
۳ |
طاوس خان |
هيوادمل |
پوهنيار |
بيولوژي |
د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر |
|
۴ |
حکمت الله |
حقپال |
پوهنيار |
بيولوژي |
د څيړنې او علمي مجلې آمر |
|
۵ |
روزي محمد |
اکبري |
نوماند پوهنيار |
بيولوژي |
د کيفيت لوړاوي آمر |
|
۶ |
صفي الله |
ذهین |
نوماند پوهنيار |
کیمیا |
د استادانو چارو آمر |
|
۷ |
حفيظ الله |
فضلي |
نوماند پوهنيار |
انګليسي ژبه او ادبيات |
د انګلیسي څانګې آمر |
|
۸ |
ولي خان |
رحيم زوي |
نوماند پوهنيار |
بيولوژي |
د بيولوژې څانګې آمر |
|
۹ |
محمد |
هاشمي |
نوماند پوهنيار |
کيميا |
د کيميا څانګې آمر |
|
۱۰ |
محمد حنيف |
تکل |
نوماند پوهنيار |
رياضي |
د رياضي څانګې آمر |
|
۱۱ |
عبيدالله |
عبيد |
پوهنيار |
فزيک |
د فزيک څانګې آمر |
|
۱۲ |
محمد خالد |
افغان |
پوهنيار |
بيولوژي |
استاد |
|
۱۳ |
بشير الله |
دانش يار |
پوهنيار |
کيميا |
استاد |
|
۱۴ |
عبدالرحيم |
امين |
نوماند پوهنيار |
کيميا |
استاد |
|
۱۵ |
روزي محمد |
عادل |
نوماند پوهنيار |
کيميا |
استاد |
|
۱۶ |
خليل احمد |
امين |
نوماند پوهنيار |
رياضي |
استاد |
|
۱۷ |
محمد خان |
قلم يار |
نوماند پوهنيار |
رياضي |
استاد |
|
۱۸ |
احسان الله |
ویسا |
نوماند پوهنيار |
رياضي |
استاد |
|
۱۹ |
حبیب الرحمن |
اکرمي |
نوماند پوهنيار |
رياضي |
استاد |
|
۲۰ |
ګل الرحمن |
احساس |
نوماند پوهنيار |
فزيک |
استاد |
|
۲۱ |
موسی خان |
خپلواک |
پوهنيار |
فزيک |
استاد |
|
۲۲ |
خان محمد |
صابر |
پوهنيار |
فزيک |
استاد |
|
۲۳ |
محمد نعیم |
منیب |
پوهنيار |
تاریخ |
استاد |
|
۲۴ |
حیات الله |
آریا |
نوماند پوهنيار |
تاریخ |
استاد |
|
۲۵ |
عبدالنافع |
همت |
نوماند پوهنيار |
انګليسي ژبه او ادبيات |
استاد |
|
۲۶ |
فرید احمد |
ذاکر |
نوماند پوهنيار |
انګليسي ژبه او ادبيات |
استاد |
|
۲۷ |
حبیب الرحمن |
راحل |
نوماند پوهنيار |
انګليسي ژبه او ادبيات |
استاد |
|
۲۸ |
هیبت الله |
همت |
نوماند پوهنيار |
انګليسي ژبه او ادبيات |
استاد |
|
۲۹ |
وحیدالله |
دوست |
۰ |
اداره او حسابداري |
اجرائيه مدير |
|
۳۰ |
ضیاالدین |
زیارمل |
۰ |
بيولوژي |
د لابراتوار مدير |
|
۳۱ |
جمیل احمد |
تکل |
۰ |
تاریخ او جغرافیه |
تدریسي مدیر |
د ښوونې او روزنې پوهنځي غونډي: د ښوونې او روزنې پوهنځي د ترتیب شوي مهال ويش له مخې په مياشت کې يو ځل د علمي شورا غونډه لري او همدارنګه د علمي شورا د غړيو سربيره په ځيني وختونو د پوهنځي د ټولو استادانو سره هم غونډي داير کيږي.
آسانتياوي: مجهز ټولګي، خوندي چاپيريال، د بريښنا منظم سيسټم، پاکي اوبه، همدارنګه سپورټ او وسايل يې.
- عصري تعلیمي میتودونه او نوی نصاب.
- د باکیفیته څیړنوخدمتونه.
- د نورو پوهنځيو او ادارو سره همغږي او همکاري.
- د علمي پروګرامونو د ظرفیت لوړول.
- علمي سیمینارونه، کنفرانسونه او ورکشاپونه دایرول.
- د مختلفو اکاډمیکو فعالیتونو ترسره کول.
تدريسي فعاليت او د نورو پوهنځيو او څانګو سره مرسته: د ښوونې او روزنې پوهنځي تدريسي بهير د نصاب سره سم په نظري او په پروجیکتور باندي پر مخ وړل کيږي. د عملي کارونو لپاره لابراتوار تر اوسه شتون نلری، چې استادان د آزمايښتونو د سرته رسولو په موخه محصلين بوخت وساتي. د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان ټوله په تفاهم او همکارۍ سره د اړوند څانګو مضامینو تدریس مخته وړي او د اړتيا په صورت کې د کرهڼي او اقتصاد پوهنځيو سره هم تدریسي همکاري کوي.
علمي فعاليتونه او د ظرفيت لوړول: د ښوونې او روزني پوهنځې زیاتره استادان د درسي بهير ترڅنګ د څيړنو، تالیفاتو په سرته رسولو هم مصروف دي تر څو په ورسپارل شوو برخو کې څيړنې او تاليفات وکړي، چې دغه کړني د ټولنې پرمختګ کې ستر رول لري. چې اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان په نړيوالو ژورنالو کې يو شمير مقالي هم خپري کړي دي. د ښوونې او روزنې پوهنځي زیاترو استادانو په بهرنيو هيوادونوو لکه: ایران، هندوستان، روسیه او نورو هیوادونو کې خپلې زده کړې بشپړي کړي او بېرته د خدمت په موخه راستون شوي دي او څو تنه نور يې برحاله په چين کې د ماسټري په زده کړو بوخت او همدارنګه نور استادان يې د هيواد په داخل او بهرنيو هيوادونو کې د ماسټري او دوکتورا د زده کړو په موخه د روانیدو په حالت کې دي.
د ورکشاپونو، کنفرانسونو او سمينارونو دايرول: د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان په منظم ډول کنفرانسونه، ورکشاپونه او سمينارونه ترتيبوي، چې د پوهنځي داخل او بهر اړوندو علاقه لرونکو ګډونوالو ته وړاندي کیږي. همدارنګه ملي او ولايتي علمي کنفرانسونو، ورکشاپونو او سمينارونو کې فعاله ونډه لري، خپلي تجربې له نورو سره شریکه وي او هم د نورو له تجربو څخه ګټه اخلي.
د پوهنځي په بيلابيلو شورا ګانو او کميټو کې ګډون: د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او پوهنځي په کچه ټولو کميټو کې فعال ګډون لري.
د استادانو علمي فعالیتونه: د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د لکچر نوټونو، درسي کتابونو او ممد درسي کتابونو په ترتیبولو او تیارولو کې تل هڅي کوي؛ څيړنې سرته رسوي او د هغوي راپور د مقالو په بڼه خپروي. سره له دي ګڼ شمير استادان د څیړنو په تر سره کول او د پاته څيړنو د چاپ په پروسي باندي بوخت دي.
د محصلينو فعاليتونه: د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلين هر کال د تدريس زده کړي مضمون کې د عملي زده کړو په موخه مختلفو لیسو ته معرفي کيږي او عملي تدريس زده کوي تر څو په راتلونکې کې د غوره مسلکي ښوونکو په حيث ټولنې ته خدمت وکړي.
تدریسي او اداري آسانتياوي: ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلينو د تدريس لپاره څو درسي خونې لري چې ټولو خونو کې د تدريس لپاره د سپينو تختو سربيره LCD او پروجکټورونه لري چې استادن ورڅخه د تدریس په موخه ګټه تري اخلي. د پوهنځي د رئیس، مرستيال، استادانو او اداري کارمندانو لپاره بیلابیلي شعبي موجودي دي چې د دفتر په حيث ورڅخه ټول ګټه اخلي.
میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل
د ښووني او روزني پوهنځۍ
د ښووني او روزني پوهنځی د ۱۴۰۵ ه.ش کال لپاره د فرعي کميټو تشکیلاتي چارت
|
د آزموینو کميټه :
|
|
د ستراتیژیک څخه پلان د تطبیق او څارني کمیټه :
|
|
د کيفیت لوړاوي او اعتبار ورکوني کمیټه :
|
|
د نصاب کميټه :
|
|
د فارغو محصلانو سره د انسجام او تماس نیوني کمیټه:
|
|
د علمي څيړنو او تحقیق کمیټه:
|
n
د ښووني او روزني پوهنځی د ۱۴۰۵ ه.ش کال لپاره د فرعي کميټو تشکیلاتي چارت د پوهنځی د علمي شورا په ( ۱۲ ) ګڼه پروتوکول او ۳ /۱۲/۱۴۰۴ نېټه باندي تائيد ده.
په نړيوالو ژورنالونو کې د استادانو چاپ شوي مقالي:
لاندي جدول د استادانو چاپ شوي مقالي د استاد نوم/ استادانو د نومونو، د مقالي د عنوان، د ژورنال نوم د چاپ کال او د څانګې په تفکيک سره ښيي.
|
لینک او د چاپ کال |
ژورنال |
څانګه |
ليکوال/ليکوالان |
د مقالي عنوان |
شميره |
|
2019/06/10 |
European Journal of English Language Teaching
|
انګلیسي |
نوماند پوهنيار عبدالنافع همت |
Investigating the Level of Test Anxiety in EFL Students at Kandahar University, Afghanistan |
۱ |
|
2019/08/07 |
American International Journal of Social Science Research
|
انګلیسي |
نوماند پوهنيار عبدالنافع همت |
Impacts of Formative Assessment on EFL Students’ Academic Performance at Kandahar University |
۲ |
|
2020/02/12 |
London Journal of Research in Humanities and Social Sciences
|
انګلیسي |
نوماند پوهنيار عبدالنافع همت |
The Usage of Peer Feedback and its Influence on Afghan EFL Learners’ Academic Achievement at Kandahar University, Afghanistan |
۳ |
|
2020/06/06 |
American International Journal of Social Science Research
|
انګلیسي |
نوماند پوهنيار عبدالنافع همت |
The Effects of Facebook on Students’ Social Life: A Case Study at Mirwais Khan Nika Zabul Institute of Higher Education, Zabul |
۴ |
|
2021/01/01 |
American International Journal of Social Science Research
|
انګلیسي |
نوماند پوهنيار عبدالنافع همت |
Afghan Students’ Purposes of Using Facebook at Mirwais Khan Nika Zabul Institute of Higher Education, Zabul, Afghanistan |
۵ |
|
2021/01/01 |
American International Journal of Social Science Research
|
انګلیسي او ریاضي |
نوماند پوهنيار عبدالنافع همت او نوماند پوهنيار محمد حنيف تکل |
Afghan Students’ Satisfaction from Online Learning During Covid-19 at Kandahar University, Kandahar, Afghanistan
|
۶ |
|
2021/04/08 |
European Journal of Education Studies
|
انګلیسي |
نوماند پوهنيار عبدالنافع همت
|
Impacts of Spelling Problems on EFL Students’ Writing Skill at Kandahar University, Kandahar, Afghanistan |
۷ |
|
2023/05/17 |
ACS Omega |
کیمیا |
پوهنيار بشيرالله دانش يار |
Application of Nanomagnetic Metal–Organic Frameworks in the Green Synthesis of Nicotinonitriles via Cooperative Vinylogous Anomeric-Based Oxidation |
۸ |
|
2022/09/27 |
Polycyclic Aromatic Compounds |
کیمیا |
پوهنيار بشيرالله دانش يار |
Synthesis and Application of Novel Magnetic Glycoluril Tetrakis(Methylene Phosphorous Acid) as a Nano Biological Catalyst for the Preparation of Nicotinonitriles via a Cooperative Vinylogous Anomeric-Based Oxidation |
۹ |
|
2023/05/13 |
Nuclear Engineering and Technology |
فزیک |
پوهنيار عبيدالله عبيد |
Theoretical studies on the stabilization and diffusion behaviors of helium impurities in 6H-SiC by DFT calculations |
۱۰ |
|
2023/11/01 |
Colloids and Surfaces A: Physicochemical and Engineering Aspects |
کيميا |
پوهنيار عنايت الله حقمل |
Synthesis of PbxCu1-xBi2O4 composites with enhanced visible-light-responsive photocatalytic degradation performance |
۱۱ |
|
2024/01/10 |
Colloids and Surfaces A Physicochemical and Engineering Aspects |
کيميا |
پوهنيار عنايت الله حقمل |
Uncovering the influence of Ni-doping in CuBi2O4 photocatalyst on its visible-light-responsiveness for the efficient removal of toxic Alizarin yellow R dye from wastewater |
۱۲ |
|
2024/01/01 |
European Journal of Theoretical and Applied Sciences |
بيولوژي |
پوهنيار طاوس خان هيوادمل
|
The Impact of Estrogen on Embryonic Development: A Review Paper |
۱۳ |
|
https://mpublish.ru/wp-content/uploads/almanach_5_2024.pdf ۲۰۲۴ |
BULLETIN ALMANACН SCIENCE ASSOCIATION FRANCE-KAZAKHSTAN ISSN 2273-4120 УДК: Е664.7,0 Е691.894.9Pyr9
|
بیولوژي |
حکمت الله حقپال |
ОЦЕНКА УРОВНЯ СТАБИЛЬНОСТИ РАЗВИТИЯ ПО ПОКАЗАТЕЛЯМ ФЛУКТУИРУЮЩЕЙ АСИММЕТРИИ КЛОПА-СОЛДАТИКА (PYRRHOCORIS APTERUS L.) ГОРОДА ВОРОНЕЖ. |
۱۴ |
|
https://doi.org/10.48081/PAGF3408 ۲۰۲۳ |
Sity Scientific Journal |
بیولوژي
|
پوهنیار حجت الله مخلص |
The Health Benefits of Watermelon |
۱۵ |
|
https://ejtas.com/index.php/journal/article/view/1214 ۲۰۲۳ |
European Journal of Theoretical and Applied Sciences vol 2 No.5 2024 |
بیولوژي |
پوهنیار حجت الله مخلص |
Pathogenesis and Immune Evasion Strategies of Influenza A Virus: Challenges for Therapeutic Innovation
|
۱۶ |
|
(1)INFLUENZA%20VIRUS%20GENETIC%20DIVERSITY%20Mokhlis.pdf
|
Experimental Biology. №4 (101). 2024 |
بیولوژي |
پوهنیار حجت الله مخلص |
INFLUENZA VIRUS GENETIC DIVERSITY AND EPIDEMIOLOGICAL PROFILE IN HUMAN POPULATION |
۱۷ |
|
https://doi.org/10.55544/jrasb.3.5.12 ۲۰۲۲ |
Journal for Research in Applied Sciences and Biotechnology ISSN: 2583-4053 Volume-3 Issue-5 || October 2024 || PP. 101-106 |
بیولوژي |
پوهنیار حجت الله مخلص |
Influenza A as a True Zoonotic Pathogen: Transmission through Reservoir Hosts |
۱۸ |
|
https://doi.org/10.55544/jrasb.3.5.17 ۲۰۲۴ |
Journal for Research in Applied Sciences and Biotechnology ISSN: 2583-4053 Volume-3 Issue-5 || October 2024 || PP. 160-165 |
بیولوژي |
پوهنیار حجت الله مخلص |
Challenges in Influenza Control and Surveillance in the Republic of Kazakhstan |
۱۹ |
|
https://nujib.nu.edu.af/index.php/nuijb/article/view/42
۲۰۲۲ |
Nangarhar University International Journal of Bioscience |
بیولوژي |
پوهنیار حمد خالد افغان |
The Effects of Resistance Training on Physical Performance in Obese Women after Bariatric Surgery |
۲۰ |
|
Received: 04-02-2024: Accepted: 01-04-2024 Article ID: 2-04-02 Volume 2: Issue: 4: 2024: Page No. 50- 58 |
Helmand Academic and Research National Journal |
فزیک |
خان محمد صابر او موسی خان خپلواک |
Investigating the Scientific Reason for the Earth’s Rotation around Its Axis |
۲۱ |
|
د هلمند پوهنتون ليد مجله کې `په زده کړه کې د مصنوعي ځيرکتيا ارزښت` مقاله د pdf په شکل له لاندې ادرس څخه کتلي شي.
https://t.me/+jwO6VcJmyChhOTQ9
۲۰۲۵
|
Helmand Academic and Research National Journal |
انګلیسي |
پوهنیار انعام الله عابد ن.پوهنیار ګل احمد ګیلاني |
په زده کړه کي د مصنوعي ځیرکتیا ارزښت ته کتنه |
۲۲ |
|
https://www.mdpi.com/2079-4991/15/12/932 ۲۰۲۵ |
|
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
A Comprehensive Overview of Co3O4 Nanoparticles: Solution Combustion Synthesis and Potential Applications |
۲۳ |
|
https://www.mdpi.com/2079-4991/15/11/842 ۲۰۲۵ |
International Journal of Self-Propagating High-Temperature Synthesis, 2025, Vol. 34, No. 2, pp. 113–122. |
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
Integration of Coke and CNMs with Bitumen: Synthesis, Methods, and Characterization
|
۲۴ |
|
https://cpc-journal.kz/index.php/cpcj/article/view/570 ۲۰۲۵ |
Nanomaterials (MDPI), Vol. 15 Issue 11. DOI:10.3390/nano15110842 |
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
Синтез наночастиц Co3O4 методом синтеза горения раствора (СГС) и морфология их структуры: мини-обзор
|
۲۵ |
|
Combustion and plasma chemistry, Vol. 23 No. 1 (2025). |
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
SYNTHESIZED CO3 O4 NANOPARTICLES BY SOLUTION COMBUSTION METHOD AND THEIR ENVIRONMENTAL REMEDIATION APPLICATIONS |
۲۶ |
|
|
mmet.kstu.kz/download/articles/28032025040633_digest.pdf۲۰۲۵
|
Material and Mechanical Engineering Technology, Vol. 2025_1_114.
|
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
Material and Chemical Engineering Technology |
۲۷ |
|
https://www.mdpi.com/2227-9717/13/3/708
۲۰۲۵ |
Bulletin of Toraighyrov University Chemistry & Biology series, Vol 3,3544. |
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
Ozonation of Bitumen: Characteristics, Characterization, and Applications
|
۲۸ |
|
۲۰۲۵ |
Processes (MDPI), Vol 13, Issue 3. DOI: 10.3390/pr13030708 |
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
COMPAIRING OF PERFECT GASES AND REAL GASES |
۲۹ |
|
https://doi.org/10.48081/VBOQ5978 ۲۰۲۵ |
Bulletin of Toraighyrov University Chemistry & Biology series, Vol 2,3544. |
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
THE CHEMICAL COMPOSITION OF PARABEN AND ITS EFFECTS ON HEALTH |
۳۰ |
|
https://doi.org/10.48081/RGLJ8585 ۲۰۲۵ |
Bulletin of Toraighyrov University Chemistry & Biology series, Vol 1,3544. |
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
STRUCTURES OF ALKANDIENES IN HYDROCARBONS |
۳۱ |
|
https://www.espublisher.com/journals/articledetails/1422/
۲۰۲۵ |
Bulletin of Toraighyrov University Chemistry & Biology series, Vol 4,3544. DOI: https://doi.org/10.48081/RGLJ8585 |
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
The Significant Role of Mxene’s Derivatives and Composites in Supercapacitors: A Review |
۳۲ |
|
https://doi.org/10.48081/XRYB5570 ۲۰۲۵ |
ES Energy & Environment, 2025, 27, 1422. DOI: 10.30919/ee1422 |
کیمیا |
پوهنیار محمد هاشمي |
SYNTHESIZED CO3 O4 NANOPARTICLES BY SOLUTION COMBUSTION METHOD AND THEIR ENVIRONMENTAL REMEDIATION APPLICATIONS |
۳۳ |
|
ISBN 978-601-08-4346-6 ۲۰۲۵ |
ISBN 978-601-08-4346-6 |
فزیک |
خان محمد صابر |
THE ROLE OF BERNOULLI’S LAW IN THE ANALYSIS OF LIFT FORCE PRODUCTION IN AIRPLANE WINGS. |
۳۴ |
|
CONFERENCE ARTICLE, 27/Nov/2024 Almaty, Kazakistan ۲۰۲۵
|
METU
|
فزیک |
خان محمد صابر |
UNITY IN DIVERSITY, CULTURE, ENGINEERING TEHNOLOGIES |
۳۵ |
دوهمه صفحه