میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه په مسلکي او دیني روحیه سمبال ۱۶۰ تنه محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي شول

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۰:۰
sa

د دوشنبې په ورځ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی، اقتصاد پوهنځی او زراعت پوهنځی له بېلابيلو څانګو څخه ۱۶۰ تنه محصلان له څلور کلونو زده کړو وروسته فارغه شول، چې په همدې موخه د بادام ګل ماڼۍ د غونډو په عمومي تالار کې د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړشوي ول، چې په کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو  مؤسسې مسئولانو، دزابل ولایت مرستیال والي، د دولتي او شخصي ادارو مسئولینو، استادانو، علماء کرامو او د فارغ شویو محصلینو د کورنیو غړو ګډون کړى وو.

غونډه چې د قرآن کریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ په لومړی د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال پیلېزه وینا وکړه او ټولو محصلینو، د هغوی والدینو، استادانو او د مؤسسې رهبری ته د مبارکي ترڅنګ د سکولريزم اړوند ګډون والو ته وینا وکړه او محصلینو ته یې د صورت او سیرت د رسول الله (صلی الله علیه سلام) په طریقه برابرولو وویل او زیاته یې کړه، چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د خپل لیرلید او رسالت له مخې سږ کال، د دریو پوهنځیو څخه ۱۶۰ تنه په مسلکي زده کړو او اسلامي روحیه سمبال محصلان ټولنې ته وړاندي کړل. 

وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځی رئیس پوهنیار طاؤس خان هیوادمل، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د خپلي پوهنځي پر تاریخچه او په ټولنه کښي یې، د ښوونې او روزنې پوهنځی د فارغانو پر رول خبري وکړلې؛ وروسته یې فارغان و نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او پر مسئولانو ئې غږ وکړ، چي د هیواد په ټولو اداري چارو په ځانګړې توګه ښوونځیو او تعلیمي برخو کې دي، له دې ځوانې انرژۍ څخه ګټه واخیستله شي. ورپسې بیا د زابل ولایت مقام مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس ټولو محصلینو ته د فراغت مبارکي وویل؛ دا یې د زابل او  میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې لویه لاسته راوړنه وبلله. وروسته یې عصری تعلیم د ټولنې ضرورت او په یاد تعلیم سره کولای شو هغه څه چې د یو نظام د بقا سبب کیږي را منځته کړو. 

دغه راز د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ ورپسې ئې فارغانو ته په اشاره وویل: تاسي بختور خلګ یاست، چي الله سبحان و تعالی پوهه در نصیب کړه؛ ځکه کله چي الله سبحان وتعالی ته څوک خوښ سي؛ نو الله سبحان و تعالی هغه ته روا پوهه ورکړي او د علم په ښایست ئې سمبال کړي. ښاغلې طیبي زیاته کړه، چي زموږ د پوهنتونونو فارغان دي، نه ناهیلي کیږي، ا.ا.ا مسلکي کادرونو ته اړتیا لري او ټول هغه تحصیل لرونکو ځوانانو ته به د کار زمېنه مساعده وي، چي اهل او لایق يي، هغه له فارغانو وغوښتل، چي تاسي د دې سپېڅلي نظام د دوام او ټینګښت په برخه کې هر یو خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړئ.

د غونډي په وروستیو کې، د زابل د اقتصاد ریاست رئیس مولوي حاجي امیر صاحب د تعلیم او تربیې، د زابل د پوهني ریاست په استازيتوب د یاد ریاست تدریسي مرستیال مولوي نصیر محصلانو ته د کاري فرصت چمتو کولو اړوند ویناوې وکړې. د غونډي په ورستیو کې ترانه ویونکو ترانې او یوه تمثیلي پارچه چې د علم په ارزښت برابره شوې وه، وړاندي شوه او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د څېړنېزو اخلاقو تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې شو.


نن ورځ د ميرويس خان نيکه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت له لوري، د استادانو د علمي ظرفيت لوړولو په موخه، د څېړنېزو اخلاقو تر سرليک لاندې يو علمي او روزنيز سمينار وړاندې شو.
لومړی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.
د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اوه (۷) تنه استادانو علمي او تحقیقي مقالې د ننګرهار پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۲۲
Background image

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

نن   یک شنبه  چې د  ۱۴۰۴/۰۹/۱۶ نیټې سره برابره ده، د ازموینو د شفافیت، د نظم ساتلو او د محصلینو د علمي. . .

BACK TO NEWS