میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ویاړي چې د تضمین کیفیت لومړي پړاوو اعتبار یې ترلاسه کړ

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۹:۳۰
aa

میرویس خان نیکه زابل د لوړ زده کړو مؤسسې په خپل لنډ علمي مزل کې د تضمین کیفیت له دریو مرحلو څخه لومړۍ مرحله ترلاسه او د یادې مرحلې اکاډمیک اعتبار يې حاصل کړ.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت محترم ریاست په چوکاټ کې د «بازنګر هیئت» ارزونکو له لورې د اعتبار اخیستلو لومړۍ مرحلې لپاره میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې ارزونه د ۱۴۰۲ کال د مرغومې میاشتې له «۲۳» نیټې څخه د دې میاشتې تر «۳۰» نیټې پورې ترسره شوه.

په دې ارزونه کې د تضمین کیفیت د ۱۱ اصلي او ۴۹ فرعي معیارونو اړوند اسناد او موارد و ارزول شول.

چې په ترڅ کې یې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ارزونې پایله د ۱۴۰۲ کال د سلواغې میاشتې ۲۹مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست له لورې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون دغونډو په تالار کې د مؤسسې رهبري ته په مبارکي او ستاینلیک ورکولو سره اعلان شوه.

میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسه ویاړي چې یو له هغو دریو لوړو زده کړو بنسټونو څخه وه چې د ټول هیواد په کچه یې په دي پروسو کې تر ټولو زیاتې نمبرې وړې وې.

د مؤسسې رهبري د ټولو کادري، اداري غړیو او په ځانګړي ډول د علمي چارو مرستیال، تضمین کیفیت آمر او د دې پروسې کاري ډلې څخه مننه او د هڅو ستاینه یې کوي چې د دوی ستړیو په مټ دا تحصیلي بنسټ له اکاډمیک اعتبار څخه برخمن شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS