میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د استادانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه اداره ده

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۰:۲۶
as

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د محصلینو، اداري کارمندانو او د استادانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه اداره ده؛ دا په داسي حال کې ده چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د منظم پلان او پروګرام له مخې تل په دي هڅه کې وي چې په ټولو برخو کې لا غوره مسلکي او لوړ رتبه استادان ولري تر څو د دوی په وسیله علمي څيړنې ترسره او د ټولنې ستونزې پرې حل کړل شي.

د همدي لويې موخې د لاسته راوړلو لپاره په روان ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د یادې مؤسسې د کرهڼې پوهنځی یو تن استاد نوماند پوهنیار محمدایوب هیبت د هيواد په داخل (کابل) کې په افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کې ماستري پروګرام را پيل کړ.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه یو ځل بیا ژمنه کوي، چې د خپل ستراتيژیک پلان او لیدلوري له مخې به ټول هغه امکانات په کار اچوي، چې هيواد او جامعې ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په مرسته ځانګړی باور ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د څېړنېزو اخلاقو تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې شو.


نن ورځ د ميرويس خان نيکه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت له لوري، د استادانو د علمي ظرفيت لوړولو په موخه، د څېړنېزو اخلاقو تر سرليک لاندې يو علمي او روزنيز سمينار وړاندې شو.
لومړی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.
د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اوه (۷) تنه استادانو علمي او تحقیقي مقالې د ننګرهار پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۲۲
Background image

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

نن   یک شنبه  چې د  ۱۴۰۴/۰۹/۱۶ نیټې سره برابره ده، د ازموینو د شفافیت، د نظم ساتلو او د محصلینو د علمي. . .

BACK TO NEWS