زابل پوهنتون رئیس د پوهنتون له یو شمیر صنفونو څخه لیدنه وکړه

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۸:۵۴
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې له څلور واړه پوهنځیو د یو شمیر ټولګیو څخه په داسي حال کې لیدنه او څارنه ترسره شوه، چې په مهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د کتابتون عمومي مدیر قاري محمد برات نشاط، د تکنالوژي عمومي مدیر سید اکبر مبارز او د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیر احسان الله نصرت ګډون درلود.

په یاده لیدنه کې د محصلینو د درسونو له جریان څخه څارنه ترسره شوه، الحاج روح الله مشال محصلینو ته خپلو د درسونو ته په وخت حاضریدلو اړوند توصيې وکړې او وروسته یې د محصلینو څخه د هغوی غوښتنې او شکایتونه واوریدل.

ورپسې د کتابتون او تکنالوژي عمومي مدیرانو له لوري د کتابتون او کمپیوټر لیب اړوند طرزالعملونه تشریح شول او هغوی ته یې یادونه وکړه چې په خپلو علمي کارونو او کورنۍ دندو کې وخت پر وخت له کتابتون او انټرنیټ څخه سالمه استفاده وکړئ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS