د کرهڼې پوهنځی کتلاک چاپ شو.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۲۲
sdcs

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼې پوهنځی د نشراتو او فرهنګي چارو د فرعي کمیټې له لوري په لومړي ځل سره د کرهڼې پوهنځی چمتو شوی کتلاک چاپ شو.

په یاد کتلاک کې د کرهڼې پوهنځی لنډه پیژندنه، تاریخچه، لرلید، رسالت، موخې، ارزښتونه، زیربناءيي برخه، د علمي برنامو/څانګو پیژندنه، تحصیلي نظام، د استادانو او ادارې کارمندانو د پیژندنې جدول، تحصیلي نصاب، د آزموینو لایحه او پالیسۍ په منظم ډول ځای پر ځای شوي او ترتیب شوي دي.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د کرهڼې پوهنځی د نشراتو او فرهنګي چارو کمیټې د آمر او د غړیو له زیار او هڅو څخه چې د کتلاک په برخه کې یې تر سره کړې دي؛ مننه کوي، او د الله جل جلاله له دربار څخه ورته د لا زیاتو علمي او فرهنګي پرمختګونو دعا کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۹
Background image

استادانو ته په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیایې مرکز د پلان له مخې د میرویس خان نیکه پوهنتون ټولو استادانو ته  په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار وړاندې سو.

یاد ورکشاپ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۲
Background image

په زابل پوهنتون کې د څه باندې شل (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د جامع جومات د جوړېدو چارې رسماً پیل سوې 


د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړې پاملرنې،  د پوهنتون د رهبري او اړونده اداري کارکوونکو  په هڅو سره، د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي او دیني چاپېریال د لا پیاوړتیا په موخه، د شل (۲۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

BACK TO NEWS