د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۶:۲۰
AS

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو منشیانو او ټولو اداري کارمندانو ته د پلان جوړونې او راپور ورکونې اړوند سمینار ورکړل شو.

سمینار د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، وروسته د اقتصاد پوهنځی رئیس نوماند پوهنیار احسان الله سعد له لوري د سمینار لومړۍ برخه چې پلان، د پلان ډولونه، د پلان برخې او د پلان جوړول شامل وو وړاندي شو.

ورپسي د کیفیت لوړاوي امریت آمر نوماند پوهنیار روزی محمد اکبري د سمینار دوهمه برخه وړاندي کړه، چې په کې راپور، د راپور مهمې برخې او د راپور لیکلو جدول اړوند موضوعات وړاندي شول.

د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون د « ثالث عمر رح» ملي مجلې اجازه لیک ترلاسه کړ!

 

د استادانو د څېړنو او علمي مقالو د خپرولو په موخه د پوهنتون رهبري په هڅو سره، له لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د پوهنتون لپاره د « ثالث عمر رح» په نوم ملي او علمي مجلې اجازه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار پای ته ورسېد!


د لوړو زده کړو وزارت له هدایت سره سم د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار نن ورځ پای ته ورسېد.
. . .

BACK TO NEWS