د همغږۍ تر عنوان لاندي استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارمندانو ته سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۵
 همغږۍ تر عنوان لاندي استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارمندانو ته سمینار وړاندي شو.

 

 نن ورځ سه شنبه چې د ۱۴۰۴/۶/۱۱ نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د نظم او ډسپلین فرعي کمیټې د غړي او انګلیسي څانګې آمر نوماند پوهنیار حفیظ الله فضلي له لورې د همغږۍ تر عنوان لاندي استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارمندانو ته سمینار وړاندې کړ.

لومړی سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د یاد سمینار وړاندې کوونکې استاد په ترتیب سره د سمینار عمده موضوعات لکه د همغږۍ پر تعریف، اهمیت، اړتیا، د پوهنځی رئیس، څانګو آمرین، استادانو، اداري، خدماتي کارمندانو او په ټوله کې د محصلینو همکاري او همغږي باندې تمرکز درلود وړاندې کړل.

د یاد سمنیار د وړاندې کولو موخه د پوهنتون د استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو او همدارنګه د محصلینو ترمنځ د یوالي، همغږي او ګډو همکاریو ترسره کول و چې لمخې به یې د پوهنتون د کارونو پر وخت اجرا او پرمختګ ته زمینه برابره شي.

د سمینار په پاې کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پاې ته ورسېد.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت..

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS