د هلمند پوهنتون مالي او اداري معاون او ورسره مل پلاوي يې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه ترسره کړه

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۵۱
د هلمند پوهنتون مالي او اداري معاون او ورسره مل پلاوي يې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه ترسره کړه

د هلمند پوهنتون مالي او اداري معاون او ورسره مل پلاوي يې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه ترسره کړه

د هلمند پوهنتون  مالي او اداري معاون، د کادري غړو او اداري کارمندانو په ملتیا، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه د علمي سیر په جریان کې لیدنه وکړه.

 نوموړي پلاوي د یادې مؤسسې له رهبري او د ادارې له نورو مسئوولینو سره وکتل او د ګډو همکاریو، اداري تجربو تبادلې، او کادري ظرفیت لوړونې په اړه یې خبرې اترې وکړې.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د هلمند پوهنتون پلاوي ته هرکلی ووایه او د پوهنتون د عمومي وضعیت، پرمختګونو، ستونزو او اړتیاوو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل. همداراز دواړو لورو د علمي او اداري همکاریو د پراخېدو هوډ څرګند کړ.

راغلي پلاوي د یادې مؤسسې د مختلفو پوهنځیو او  ادارو څخه هم لیدنه ترسره کړه او د خدماتو د کیفیت، تنظیم، او پرمختګونو څخه یې ستاینه وکړه.

دغه لیدنه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي تفاهم، ګډو همکاریو او تجربو شریکولو لپاره ارزښتناکه ګام و، چې تمه ده په راتلونکي کې به نور علمي او اداري تعاملات هم زیات شي.

نېټه: 1404/4/8

د نشراتو اړیکو او عامه پوهاوي عمومې مدیریت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS