د مینډلي سافټویر تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ استادانو ته وړاندي شو.

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۳۳
د مینډلي سافټویر تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ استادانو ته وړاندي شو.

 

نن ورځ دو شنبه چې د ۱۴۰۴/۶/۱۰ سره سمون خوري، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د پلان لمخې د یاد مرکز د بورډ  غړي او د کرهڼې پوهنځی استاد پوهنیار حیات الله تکل له لورې د مینډلي سافټویر تر سرلیک لاندې ورکشاپ د پوهنتون ټولو استادانو ته وړاندې شو.

لومړي ورکشاپ د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل شو، ورپسې نوموړي استاد د ورکشاپ په پیل کې د ذکر شوي سافټویر پر پیژندنې، ځانګړنو او له همدې پروګرام څخه د څېړنې لپاره د مأخذونو څخه د ګټي اخیستنې په اړه د پوهنتون له استادانو سره معلومات په نظري ډول شریک شول، چې په دوام یې وروسته په مینډلي کې عملاً کار د ګډونوالو لپاره ترسره شو.

د ورکشاپ په پاې کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او ورکشاپ د دعا په ویلو سره پاې ته ورسېدی.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د څېړنېزو اخلاقو تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې شو.


نن ورځ د ميرويس خان نيکه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت له لوري، د استادانو د علمي ظرفيت لوړولو په موخه، د څېړنېزو اخلاقو تر سرليک لاندې يو علمي او روزنيز سمينار وړاندې شو.
لومړی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.
د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اوه (۷) تنه استادانو علمي او تحقیقي مقالې د ننګرهار پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۲۲
Background image

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

نن   یک شنبه  چې د  ۱۴۰۴/۰۹/۱۶ نیټې سره برابره ده، د ازموینو د شفافیت، د نظم ساتلو او د محصلینو د علمي. . .

BACK TO NEWS