د مؤسسې پرسونل ته اصلاحي دوه ورځنی سمینار پای ته ورسید.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۰:۱۶
as

نن چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، کادري، اداري او خدماتي کارکونکو لپاره د اصلاحي دوه ورځنی سمینار په داسي حال کې پای ته ورسیده، چې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، علمي مرستیال نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام، استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو او ځینو مشایخو حضور درلود.

د سمینار دوهمه ورځ د شرعیاتو پوهنځی رئیس مولوی عبدالصمد سیال له لوري د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او ورپسي د علماؤ شورا څخه مولوی نظرمحمد د غونډي ګډونوالو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله د لمانځه داقامې اړوند فرمان و ګډونوالو ته په پوره فصاحت سره واوروه او وروسته مولوی عبدالله صاحب خپله عالمانه وینا وکړه او په خپله وینا کې یې د بیت المال، قوم پرستۍ، او سمت پرستۍ اړوند معلومات و ګډونوالو ته بیان کړه.

د سمینار په پای کې مولوی مفتی ضیاؤالرحمن د تقلید اړوند مسائل بیان کړه او د ګډونوالو د تفریح لپاره د ترانه ویوونکې ابراهیم زاهد له لوري و ګډونوالو ته په زړه پوري او ښکلي غږ کې تراني وویل شوي او وروسته سمینار د دوعا په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS