د روژي د احکامو تر عنوان لاندي علمي سیمینار وړاندی شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۱:۲۰
ll

نن دوشنبه د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو په مؤسسه کې د ښوونې او روزنې پوهنځۍ د دعوت او ارشاد کميټې له لوري د محصلانو د اسلامي پوهي د لوړاوي په موخه د روژي د احکامو په تړاو لمړنی سیمینار وړاندي کړ.

یاد سیمینار چې د قرآن کریم په څو مقدسو آیاتو په تلاوت کولو سره پیل سو او ورپسۍ د شرعیاتو پوهنځۍ استاد ن، پوهنیار مفتي الحاج سعید عبدالله وصال له لوري د روژي د احکامو جوړ سوی معلوماتي پریزینټیشن وړاندی کړ، چې په کښې د روژي معرفت، د روژي د فرضیت تاریخچه، د روژي د قضا او کفاري بیان او د سر سایي حکم او اندازه هغه موضوعات ول، چې په اړه يې پوره معلومات وړاندي شول.

د سیمینار په پای کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل سوو او سیمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۹
Background image

استادانو ته په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیایې مرکز د پلان له مخې د میرویس خان نیکه پوهنتون ټولو استادانو ته  په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار وړاندې سو.

یاد ورکشاپ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۲
Background image

په زابل پوهنتون کې د څه باندې شل (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د جامع جومات د جوړېدو چارې رسماً پیل سوې 


د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړې پاملرنې،  د پوهنتون د رهبري او اړونده اداري کارکوونکو  په هڅو سره، د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي او دیني چاپېریال د لا پیاوړتیا په موخه، د شل (۲۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

BACK TO NEWS