د داخلي صنایعو او سرمایه ګذاري تر نامه لاندې سمینار وړاندې شو.

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۰:۵۰
as

د چهار شنبې په ورځ د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د اقتصاد پوهنځی د څلورم ټولګی له لورې و کارمندانو، استادانو او محصلینو ته د داخلي صنایعو او سرمایه ګذاري اونۍ په مناسبت سمینار وړاندې شو.

د سمینار پیل د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وشو، چې وروسته بیا د اقتصاد پوهنځی رئیس احسان الله سعد له لورې په هیواد کښې د سرمایه ګذاري او داخلي صنایعو پر ارزښت او دیاد سمینار پر موهموالي باندي ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل.

په یاد سمینار کې د صنعت او سوداګري پیژندنه، په افغانستان کې شته صنعتونه، په تیر درې کلن دور کې د سرمایه ګذاري تاثیرات پر بیکاري او د ا. ا. ا. د راتلونکی اقتصادي حالت او فرصتونه موضوعات شامل ول، چې د اقتصاد پوهنځی د څلورم ټولګی محصل محمد ایوب عمری له لورې و ګډونوالو ته وړاندي شو.

د سمینار په ورستیو کښې د ګډونوالو و پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او سمینار د دوعا په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS