د بریښنايي زده کړو کمېټې له لورې غونډه ترسره شوه

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۰:۴۵
as

پرون دوشنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په اقتصاد پوهنځی کې د بریښنایی زده کړو کمیټې له لورې په داسي حال کې غونډه ترسره شوه، چې پر مهال یې دا یادې کمیتې آمر نوماند پوهنیار محمد اسماعیل سایل او نورو غړو حضور درلود.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د کمېټې آمر نوماند پوهنیار محمد اسماعیل سایل له لورې د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د اجنډا مطابق وینا وکړه، وروسته د غونډې ګډونوالو پر یو لړ موضوعاتو باندي بحث وشو چې په کښې د HEMIS سیستم په اړه و استادانو او تدریسي مدیرانو ته سمینارونه وړاندی کول او د Google Drive اړوند یو سمینار د کمیټې وغړو ته چمتو کول شامل وو.

د ګډونوالو د یو لړ نظرونو اوریدلو ورسته غونډه د دوعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS