Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون له لوري د مرکز قلات ښار عالي لیسو د دوولسم ټولګیو زده کوونکو ته شپږ ورځنی سمینار پیل سو

zabu_admin
Mon, Jun 08 2026 4:22 PM
سمينار


نن ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي په نوښت، د مرکز قلات ښار عالي لیسو د دوولسم ټولګیو زده کوونکو ته له پوهنتوني محیط سره د اشنایي او د ښوونې و رزونې پوهنځی د اهمیت په اړه شپږ ورځنی سمینار پیل سو.
د یاد سمنیار په لومړۍ ورځ د شیخ متي بابا عالي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو په سمینار کې د ګډون ترڅنګ له پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د یادي لیدني په لومړیو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو زده کوونکو ته د پوهنتون او همدارنګه ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند څانګو اهمیت، اړتیا او په ټولنه کې یې عملي ساحو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
وروسته د یادې لیسې زده کوونکو د پوهنتون له عمومي کتابتون، درسي ټولګیو او تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.
په پای کې زده کوونکو خوښي وښوده چې، داسي لیدني او مهم پروګرامونه د هغوي په راتلونکې تحصیلي دوره کې مهم رول لري.
نېټه:1405/3/18
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS