د هلمند پوهنتون پلاوي د میرویس خان نیکه پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د هلمند پوهنتون پلاوي د میرویس خان نیکه پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د هلمند پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو د اداري تجربو د شریکولو او د پوهنتونونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه له میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل څخه رسمي لیدنه وکړه.
د هلمند پوهنتون اداري پلاوي چې مشري یې د محصلانو چارو آمر مولوي عبدالقدوس حنفي کوله لومړی د میرویس خان نیکه پوهنتون له رﺉیس مفتي عزیزالله طیب سره مجلس وکړ، چې پرمهال یې مفتي طیب صاحب یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایو او خوښي يې څرګنده کړه چې د هلمند پوهنتون پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې د میرویس خان نیکه پوهنتون څخه لیدنه ترسره کوي او د پوره همکارۍ ډاډ یې ورکړ، ورپسې یاد پلاوي د خپل سفر بهیر، موخي او لاسته راوړنې شریکي کړې.
وروسته یاد پلاوی د بېلابېلو اړوندو اداري بخشونو او اړوندو مدیرانو سره لیدنې ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې د اداري چارو او کاري تجربو د شریکولو په اړه خبرې او نظرونه شریک کړل.
نېټه: دو شنبه1405/5/19
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت.