Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

محصلینو ته د تدريسي مېتودونو او مهارتونو اړوند سمینار وړاندې سو.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۷:۴۶
تدریسي مهارتونه او میتودونه

محصلینو ته د تدريسي مېتودونو او مهارتونو اړوند سمینار وړاندې سو.

د میرویس خان نیکه پوهنتون، د  درواني مشاورې مرکز له لوري،  د پوهنتون محصلینو ته د  تدريسي مېتودونو او مهارتونو
  اړوند سمینار وړاندې سو.
یاد سمینار د نوماند پوهنیار  حميدالله  (احمدي  ) له لوري وړاندې سو، نوموړي محصلینو ته د تدريسي مېتودونو او مهارتونو پر پېژندنه باندې بحث وکړ او همدارنګه یې د اسلام په مبارک دین کې ښوونیزې او روزنیزې موخې، تدریسي مهم مهارتونه او د تدريس اصول تشریح کړل.
د سمینار په پای کې د محصلینو پوښتونو ته ځوابونه ورکړل سول او یاد سمینار پای ته ورسېد.
نېټه: سه شنبه1405/2/22
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت