استادانو او اداري کارکوونکو ته د Classroom او Google Drive په اړه معلوماتي سمینار وړاندې سو
نن ورځ د مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت په ګډه همکارۍ، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د Google Classroom او Google Drive د کارونې په اړه یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندې سو.
په دغه سمینار کې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیر سیداکبر مبارز له لوري وړاندې سو، ګډونوالو ته یې د Google Classroom او Google Drive د پېژندنې ترڅنګ، د دغو ډیجیټلي وسایلو د اغېزمنې او مسلکي کارونې په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د Google Classroom له لارې د درسي موادو شریکولو، د ټولګیو مدیریت او له محصلینو سره د آنلاین اړیکو د اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل شول.
د سمینار په دوام کې ګډونوالو ته د Google Drive له لارې د اسنادو، درسي او اداري موادو د خوندي ساتلو، تنظیم، شریکولو او له هر ځای څخه د هغو د لاسرسي په اړه هم عملي معلومات وړاندې سول.
د یادونې وړه ده چې د سمینار موخه د پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو د ډیجیټلي مهارتونو لوړول، د معلوماتي ټکنالوژۍ له نوېو اسانتیاوو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابرول وو.
نېټه: چهار شنبه1405/6/18
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
